Posts

Showing posts from March, 2022

پسته په دې ډول استعمال کړي او جنسې کمزوري پای ته ورسوي!

Image
 پسته دنر سړی جنسی کمزورۍ ختموی .🚶👩💃 په پسته کښې سلینیم او زنګ دواړه شته چې دنر سړي مني(Sperm) زیاتوي .  که چیرې څوک جنسی کمزوری لری یا دا چې په راتلونکی کښې له دغه درونکی ستونزې څخه د بچ کیدا غوښتونکی وی نو ددې لپاره دکومې ګران بیه دوایی یا درملو د اخیستلو هیڅ ضرورت نشته ځکه چې خدای پاک ج دیوې وچې میوې په بڼه کښې د جنسی قوت خزانه انسان ته ډالۍ کړی ده . د ترکیې ساینس پوهانو د اولسو(۱۷) ځوانانو په اړه چې جنسی کمزورتیاوې یې لرلې یو تحقیق ترسره کړی دی چې نتیجې یې په ټوله دنیا کښې ډاکټران حیرانه کړی دی . دترکیې ساینس پوهانو دغو اولسو(۱۷)ځوانانو ته هره ورځ سل (۱۰۰)ګرامه وچه پسته ورکوله او له دریو(۳) اونیو وروسته ددغو کسانو په ژوند کښې یو ستر بدلون راغی او دهغوې دجنسی کمزورتیا ستونزه ختمه شوه . دترکیې د دغو اولسو(۱۷) ځوانانو دجنسی کمزورتیا په ختمیدا سربیره دهغوې دبدن عمومی حالت هم ښه شو . دپسته دخوړلو په وجه دترکیې ددغو اولسو(۱۷)ځوانانو په بدن کښې ګټور کولیسټرول زیات شول او تاوان لرونکی کولیسټرول کم شول . دترکیې ساینس پوه نائجل مشیل د تحقیقاتو د نتیجې په اړه وویل پسته یوه ډیره خوندوره وچه

د ښځینه وو د ښوونځيو په اړه د زاهد جلالي ليکنه

Image
  نن ما د صبر په اړه يو عمومي پوسټ کړی و. د «ادبي» کتابونو يو ليکوال په کې يوه بې ادبه تبصره کړې وه او دا پوسټ يې د ښځينه ښوونځيو له موضوع سره تړلی و. هغه «حمارتيان» لفظ کارولی و. زه يې حيران کړم. اصلا خو دوی په ویاړ بايد ځانونه حمارتیان وبولي. ولسمشر يې له خرو سره مينه لرله. خر د دوی د امريکا د يوه ستر ګوند نښان دی او بالاخره د همدوی جمهوریت پالو په کابل کې د خره لمانځنه کوله، د خره انځور يې رسماوه او همدوی رسنيو کې خره ته پوښښ ورکاوه. خو له دې موضوع به اوس تېر شو. را به شو اصلي موضوع ته چې د نجونو د ښوونځيو وه. زه له دغې موضوع سره د حکومت په تعامل راضي نه يم. دومره وخت کې بايد دې موضوع ته حل پيدا شوی وای. خو دا هم يو حقیقت دی چې له دې موضوع سره سياسي چلند کېږي. د ډېری خلکو زړونه په نورو خبرو ډک دي، تشوي يې په دې موضوع. دوی په دې کار تجارت کوي. واقعيت دا دی چې ستونزه ژوره ده. کابل کې زما يو همکار و، د هغه مېرمن په يوه دولتي ښوونځي کې مديره وه. دغه ملګري د خپلې مېرمنې په حواله ما ته داسې کيسې کولې چې د سړي زړه ورته له وينو ډکېده. ويل يې، لس دولس کلنې نجلۍ په دې سره جنجال کې وي چې فلانک

د اوکرین شخړه که نړيوال جنګ؟

 د اوکراین شخړه خبره داده، چې د اوکراین لانجه نۀ دومره غټه ده چې درېیمه نړېواله جګړه ترې جوړه شي او نۀ دومره وړه ده، چې همدلته پای ته ورسي. دا لۀ تېرو ۷۵ کالو راهیسې د اروپا پر ځمکه لومړۍ ډزې وې، چې وشوې. ۲۱ مه پېړۍ د قدرتونو د مخامخ جګړې نه، بلکې د نیابتي جګړو، استراتېژیکو سیالیو او اقتصادي ("زما" پالنې) پېړۍ ده. اوکراین کې د روسیې د اقدام پر وړاندې د ناټو بې وسۍ دا جوَته کړه، چې داځل نړۍ یو قطبي هم نده او دوه قطبي هم نه، بلکې اوس څو قطبي نړۍ لرو، چې دا حالت کۀ څۀ هم پۀ عمومي توګه د نړۍ پۀ خېر ندی؛ خو تر ډېره بریده د درېیمې نړۍ د ملتونو پۀ ګټه دی. بلاروس ورسره کلک ولیاړ دی او چین هم لا لۀ وړاندې پۀ یاده قضیه کې د روسیې ملاتړ اعلان کړای وو، چې پدې کار سره ضمناً پر تاېوان خپل تسلط توجېه کړي. همدارنګه پۀ ورته قضیو کې د چین او روسیې همنظري د ملګرو ملتونو پۀ امنیت شورا کې د یو بل شا مظبوطوي؛ ځکه چې دواړه هیوادونه م.م کې د ویټو حق هم لري او ذروي وسلې هم. همدارنګه شمالي کوریا، وینزویلا او ایران د لویدیځ پر وړاندې حدالاحتیاج د روسیې ملګرتېا کوي. پاکستان، هند، ترکیه، عرب امارات او اس