د اوکرین شخړه که نړيوال جنګ؟

 د اوکراین شخړه

خبره داده، چې د اوکراین لانجه نۀ دومره غټه ده چې درېیمه نړېواله جګړه ترې جوړه شي او نۀ دومره وړه ده، چې همدلته پای ته ورسي.

دا لۀ تېرو ۷۵ کالو راهیسې د اروپا پر ځمکه لومړۍ ډزې وې، چې وشوې.

۲۱ مه پېړۍ د قدرتونو د مخامخ جګړې نه، بلکې د نیابتي جګړو، استراتېژیکو سیالیو او اقتصادي ("زما" پالنې) پېړۍ ده.

اوکراین کې د روسیې د اقدام پر وړاندې د ناټو بې وسۍ دا جوَته کړه، چې داځل نړۍ یو قطبي هم نده او دوه قطبي هم نه، بلکې اوس څو قطبي نړۍ لرو، چې دا حالت کۀ څۀ هم پۀ عمومي توګه د نړۍ پۀ خېر ندی؛ خو تر ډېره بریده د درېیمې نړۍ د ملتونو پۀ ګټه دی.

بلاروس ورسره کلک ولیاړ دی او چین هم لا لۀ وړاندې پۀ یاده قضیه کې د روسیې ملاتړ اعلان کړای وو، چې پدې کار سره ضمناً پر تاېوان خپل تسلط توجېه کړي. همدارنګه پۀ ورته قضیو کې د چین او روسیې همنظري د ملګرو ملتونو پۀ امنیت شورا کې د یو بل شا مظبوطوي؛ ځکه چې دواړه هیوادونه م.م کې د ویټو حق هم لري او ذروي وسلې هم.

همدارنګه شمالي کوریا، وینزویلا او ایران د لویدیځ پر وړاندې حدالاحتیاج د روسیې ملګرتېا کوي.

پاکستان، هند، ترکیه، عرب امارات او اسرائیل هڅه کوي، چې پۀ نړېوالو سیاسي ګېمونو کې خپل وزن او اغېز زیات کړی/ وښيي.

دا هر څۀ ددې باعث کېدونکي دي، چې پۀ نړېوال کچ د ځینو هیوادونو لپاره د دوست او دښمن تعریف بدل کړي، د ځینو به نقشې بدلې شي او د ځینو سیاسي رژیمونه؛ خو د لویو قدرتونو ترمنځ به مخامخ جګړه هیڅکله دومره ژر او اسانه پېښ نشي.

او دا حالت د ډېرو دلائلو لمخې( چې بل وخت به یې تشریح کړم) زمونږ د ګران وطن پۀ ګټه او د اوسني حکومت د سیاسي ثبات باعث کېدای شي، پدې شرط چې  واکمنان د نړېوالې سیاسي فضاء پۀ درک کولو سره پۀ ملي او بین المللي کچه راشې درشې ظرافت و مهارت ولري.


م.خ. شینواری

Comments

Popular posts from this blog

پسته په دې ډول استعمال کړي او جنسې کمزوري پای ته ورسوي!

د ښځینه وو د ښوونځيو په اړه د زاهد جلالي ليکنه