د ښځینه وو د ښوونځيو په اړه د زاهد جلالي ليکنه

 

نن ما د صبر په اړه يو عمومي پوسټ کړی و. د «ادبي» کتابونو يو ليکوال په کې يوه بې ادبه تبصره کړې وه او دا پوسټ يې د ښځينه ښوونځيو له موضوع سره تړلی و. هغه «حمارتيان» لفظ کارولی و. زه يې حيران کړم. اصلا خو دوی په ویاړ بايد ځانونه حمارتیان وبولي. ولسمشر يې له خرو سره مينه لرله. خر د دوی د امريکا د يوه ستر ګوند نښان دی او بالاخره د همدوی جمهوریت پالو په کابل کې د خره لمانځنه کوله، د خره انځور يې رسماوه او همدوی رسنيو کې خره ته پوښښ ورکاوه. خو له دې موضوع به اوس تېر شو.

را به شو اصلي موضوع ته چې د نجونو د ښوونځيو وه. زه له دغې موضوع سره د حکومت په تعامل راضي نه يم. دومره وخت کې بايد دې موضوع ته حل پيدا شوی وای. خو دا هم يو حقیقت دی چې له دې موضوع سره سياسي چلند کېږي. د ډېری خلکو زړونه په نورو خبرو ډک دي، تشوي يې په دې موضوع. دوی په دې کار تجارت کوي.

واقعيت دا دی چې ستونزه ژوره ده. کابل کې زما يو همکار و، د هغه مېرمن په يوه دولتي ښوونځي کې مديره وه. دغه ملګري د خپلې مېرمنې په حواله ما ته داسې کيسې کولې چې د سړي زړه ورته له وينو ډکېده. ويل يې، لس دولس کلنې نجلۍ په دې سره جنجال کې وي چې فلانکي هلک ته چې ته زنګ وهې، دا زما ملګری دی، ته دا حق نه لرې. بله بل څه وايي. همدې ښوونځيو کې ټابليټ K او نشه يي توکي خرڅېدل. همدې ښوونځيو کې د جنسي تجارت او په اصطلاح موردګاوۍ کيسې وې. همدو ښوونځيو ته چې په زرګونو ماشومانو په کې درس ويلې، د کمونېستانو مېرمنې د استاد او مديرې په نامه داخلې شوې وې چې خپله يې تربيې ته ضرورت لاره. مشت نمونه ي خروار. د ښوونځيو حال دا و چې د معصومي نجونو اخلاقي روزنه په کې تر سوال لاندې وه. دغسې حالت کې تعليم فرض څه چې حرام وي.

جمهوریت کې معارف وزارت کې غلا، جعلي و خيالي مکتبونه، جعلي استادان او نور مالي فساد باندې بحث نه کوو، خو اخلاقي فساد په کې دومره ډېر و چې اوس يې ط.ا.لپ حيران کړی چې له کوم ځايه يې شروع کړي او څنګه يې سم کړي. دا يو واقعيت دی. خو نن چې هماغه پروني مجرمين په دې موضوع سترګې لمدوي او ځان خپه ښکاره کوي، دا د تمساح اوښکي دي او په بل درد زړه تشول دي. که نه همدې ژورنالېستانو د نيمو شپو د چاپو خبرونه، د ماشومانو د بمبار خبرونه، د بېګناوو د بند کيسې او نور ډېر جرمونه هره ورځ ويل خو يوه ورځ يې ولا که ورته ژړلې وي. 

واقعيتونه ډېر ترخه دي او تر هغه څه ډېر ژور دي چې عقده يان او ځينې ساده ګان ورسره چلند کوي. 

د نجونو د ښوونځيو د اصلاح او بېرته پرانيستو په هيله

Comments

Popular posts from this blog

د اوکرین شخړه که نړيوال جنګ؟

پسته په دې ډول استعمال کړي او جنسې کمزوري پای ته ورسوي!